TOOSnews
اعلان
ټرمپ: ايران بايد د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره تسليم شي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: ايران بايد د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره تسليم شي.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تسلیم شي او د تسلیمۍ سپین بیرغ پورته کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، که عمان د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د عادي کولو په هڅو کې خنډ شي، امریکا به پرې سخت بمبار وکړي.

عمان او ایران په دې وروستیو کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته عادي کولو لپاره خبرې کوي. دغه تنګی د امریکا او اسراییلو له بریدونو مخکې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د شاوخوا ۲۰ سلنه لېږد مهمه لار بلل کېده.

ټرمپ همداراز پر خپله «ټروت سوشل» پاڼه لیکلي چې د هغه لومړنی هدف دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ د جون میاشتې موقته هوکړه، چې له مخې یې په ټولو جبهاتو کې د پوځي عملیاتو د «سمدستي او دایمي پای» اعلان شوی و، وروسته له منځه ولاړه. ټرمپ د جولای پر اوومه وویل چې دغه هوکړه پای ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وروسته وویل چې هوکړه ځنډول شوې ده.

د هرمز تنګي پر سر روان کړکېچ د سون توکو بیې لوړې کړي او پر ټرمپ یې فشار زیات کړی چې جګړه پای ته ورسوي؛ هغه جګړه چې په امریکا کې له محدود ملاتړ سره مخ ده او د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې روانه ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.