TOOSnews
اعلان
د اسلامي هېوادونو د ښځو چارو د وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه په پاکستان کې پيل شوه.
نړۍټوس نیوز

د اسلامي هېوادونو د ښځو چارو د وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه په پاکستان کې پيل شوه.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو د وزیرانو نهمه غونډه د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پیلېږي. دا دوه ورځنۍ غونډه د ښځو د پیاوړتیا، د هغوی د حقونو د ملاتړ او د سیاسي، اقتصادي او ډیجیټلي ګډون د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي، چې د ۵۷ غړو هېوادونو نږدې ۱۹۰ استازي او دولتي چارواکي به پکې ګډون وکړي.

د غونډې تنظیموونکو ویلي چې ګډونوال به د ښځو د سیاسي او مسلکي ګډون د زیاتوالي، اقتصادي سرچینو او مالي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي د پراخولو، او همدارنګه د ټکنالوژۍ او ډیجیټلي ګډون په برخه کې د جنسیتي واټن د کمولو پر لارو چارو خبرې او د نظرونو تبادله وکړي. د دغو خبرو موخه دا ده چې په غړو هېوادونو کې د پراختیا او پرېکړه‌نیونې په بهیرونو کې د ښځو رول لا پیاوړی شي.

افغانستان هم د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، خو دا غونډه چې د ښځو د پیاوړتیا او د هغوی د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ګډون پر محور راڅرخي، په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بېرته واک ته ورسېدل، پر افغان ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه ولګول شول. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو له لوړو زده‌کړو محرومول، په دولتي ادارو او د ډېرو نړیوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار محدودیتونه، او همدارنګه د هغوی پر تګ‌راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون پراخ بندیزونه، د دغو محدودیتونو له ډلې څخه دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.