ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان له هم مهاله اقتصادي کړکېچ، پراخې بېکارۍ او اقلیمي بدلونونو سره مخ دی؛ داسې وضعیت چې د خوړو بیې یې لوړې کړي او په هېواد کې د خوړو د نشتوالي ستونزه ډېره کړې ده.
د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د دې کړکېچونو دوام، د ښځو او ماشومانو د تغذیې د کمښت لپاره ځانګړې د خوړو زیرمې کمې کړي دي.
رقیبه احمدي، د فیضآباد ښار یوې اوسېدونکې، ویلي: «هماغه لږ خواړه چې موږ یې د اخیستلو توان لرو، خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، خو دا بسنه نه کوي.»
د هغې په وینا، د هغې کوچنۍ لور د کم خوراکۍ (سوءتغذیه) له ستونزې سره مخ ده او خاوند یې هم بېکار دی.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د لوږې او د خوړو د کمښت له بحران څخه تر نورو ډېر اغېزمن شوي دي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








