د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په تازه راپور کې چې «د افغانستان ټولنیز او اقتصادي څېړنه» تر نوم لاندې، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیون کسان په افغانستان کې د خپل ژوند د ابتدایي اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود.
په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې فقر لا هم پراخېږي او د کورنیو یوه لویه برخه یې تر اغېزې لاندې نیولې ده.
د دې بنسټ په وینا، اقلیمي ټکانونه، د ۲۰۲۱ کال له پېښو وروسته د نړیوالو مرستو کموالی، او د ښځو پر تعلیم او کار لګول شوي بندیزونه د هېواد د ژوند د بنسټیزو چارو بحران له شدیدېدو اصلي عوامل ګڼل شوي دي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د نفوس نیمایي برخه له تعلیم او اقتصادي فعالیتونو څخه ایستل کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات پر اوږدمهاله او زیانمنو پایلو اغېز وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








