د ملګرو ملتونو راپور: په افغانستان کې د تریاکو د تولید کمښت د نړۍ د نشهيي توکو بازار بدل کړی.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو په نړیوال راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید بېساري کمښت، د مصنوعي اپیویډي موادو له پراختیا سره هممهاله، د نړۍ د نشهيي توکو د بازار جوړښت بدل کړی دی.
د راپور له مخې، چې د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۵مه، خپور شو، افغانستان تر ۲۰۲۲ کال پورې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک تولیدول، خو د طالبانو له لوري د کوکنارو د کر بندیز له عملي کېدو وروسته، په دغه هېواد کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه راکم شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د کوکنارو د کر ساحه له ۲۳۲ زره هکټاره په ۲۰۲۲ کال کې، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټارو ته راکمه شوې ده. همداراز، د تریاکو تولید له ۶ زره او ۲۰۰ ټنو څخه شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته راټیټ شوی دی.
سره له دې ستر کمښت، ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه د نړیوال بازار د تقاضا یوه برخه پوره کړي.
راپور ټینګار کوي چې هیروین نور د نړۍ د اپیویډي موادو په بازار کې یوازینۍ غالبه مخدره ماده نه ده. د ملګرو ملتونو په وینا، دوه هممهاله بدلونونه، یعنې په افغانستان کې د تریاکو د تولید شدید کمښت او د فینټانیل او نیتازینونو په څېر د ځواکمنو مصنوعي اپیویډونو پراختیا، د نړۍ د اپیویډي موادو بازار د یوه بنسټیز بدلون پر لور بیولی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د هیروینو د عرضې کمښت قاچاقبران دې ته اړ کړي چې نوې بدیلې لارې ولټوي. د دغه سازمان په وینا، د هیروینو په عرضه کې واقعي ګډوډي، یا حتی د کمښت تصور، کولای شي قاچاقبران د فینټانیل، نیتازینونو او نورو ورته مصنوعي اپیویډي موادو پر لور سوق کړي.
په راپور کې ویل شوي چې مصنوعي اپیویډي مواد د هیروینو په پرتله ارزانه، پیاوړي او تولید یې اسانه دی، او د هیروینو خلاف د کوکنارو کر ته اړتیا نه لري. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د دې بهیر دوام ښايي د نړۍ د اپیویډي موادو بازار له نباتي سرچینو څخه مصنوعي موادو ته واړوي.
دغه سازمان همداراز ویلي چې د تولید له کمېدو سره سره، په افغانستان کې د تریاکو زېرمې لا هم په بشپړه توګه نه دي مصرف شوي، او اټکل کېږي چې دغه زېرمې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي.
د راپور له مخې، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د تریاکو او هیروینو دوامدارې نیونې تر ډېره د همدې پاتې زېرمو له امله دي. خو د دغو نیونو کچه د کوکنارو د کر تر بندیز مخکې کلونو په پرتله راټیټه شوې، او د نړۍ په بازارونو کې د عرضې د کمېدو نښې هم لیدل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








