په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې هېواد کې د وسلهوالو شخړو د قربانیانو په اړه نوی څېړنیز راپور خپور کړی دی. د دې راپور پر بنسټ، د ۲۰۰۹ کال له جنوري څخه په ۲۰۲۱ کال کې د اګست تر میاشتې پورې، یعنې تر هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د شاوخوا ۴۰ زره ملکي وګړو وژل کېدل او د څه باندې ۷۷ زره ملکي وګړو ټپي کېدل ثبت شوي دي.
یوناما ویلي چې دا راپور په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د ترسره شوې یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی دی. دغه څېړنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د بشري حقونو څانګې له خوا ترسره شوې او موخه یې د وسلهوالو شخړو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د تجربو، ستونزو او اړتیاوو ارزونه بلل شوې ده.
په دې راپور کې تر ډېره هغه دوره څېړل شوې چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د پوځي مداخلې له پیل څخه تر ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې، کله چې طالبانو کابل ونیو، پورې غځېږي. یوناما په دې څېړنه کې د قربانیانو وضعیت او د وسلهوالو شخړو د هغوی پر ژوند د رامنځته شویو اغېزو ته پاملرنه کړې ده.
د دې راپور موندنې د وسلهوالو شخړو له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی د کورنیو له غړو سره د مرکو پر بنسټ راټولې شوي دي. سربېره پر دې، د قربانیانو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د ۲۳ فعالو نادولتي موسسو له استازو او د طالبانو د حکومت له ۲۳ چارواکو سره هم د راپور د چمتو کولو په بهیر کې مرکې شوې دي.
یوناما وایي، د دې څېړنې موخه د قربانیانو د تجربو ښه درک کول او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د اړتیاوو ارزول دي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د راپور موندنې کولی شي په افغانستان کې د وسلهوالو شخړو د بشري پایلو او د قربانیانو د وضعیت یو انځور وړاندې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








