د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوړو او تغذیې د ناامنۍ له امله د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.
د «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» تر سرلیک لاندې راپور ښيي چې د خوړو د تنوع کمښت، ماشومانو ته د اړتیا وړ خوړو نه رسېدل، د خوړو د وختونو ګډوډي او لوږه د ماشومانو د تغذیې د خرابېدو مهم لاملونه دي.
یونیسف ویلي، د ۲۰۲۵ کال په پرتله د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویوال ویلي، افغان ماشومان لا د خوارځواکۍ د لوړې کچې موسم له پیل مخکې د خوارځواکۍ پر لور ټېل وهل کېږي او د دې وضعیت د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات اړین دي.
یونیسف ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ بحران یوازې د تغذیې په خدمتونو نه حل کېږي، بلکې د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو، واکسین، حفظالصحې او کافي نړیوالې مرستې ته هم اړتیا شته. دغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره خپلې بېړنۍ مرستې او پانګونه زیاته کړي.
لیکوال:سعید سمیر








