TOOSnews
اعلان
د یونیسف استازي په کندهار کې د میرویس روغتون د اکسیجن د تولیدي فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

د یونیسف استازي په کندهار کې د میرویس روغتون د اکسیجن د تولیدي فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوالي، ویلي چې د کندهار ولایت په میرویس روغتون کې د طبي اکسیجن د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوې ده.

اویوالي د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۲مه، پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دغه فابریکه یې کندهار ته د خپل وروستي سفر پر مهال د سویلي اسیا لپاره د یونیسف د سیمه‌ییز مدیر، سانجي ویجیسکرا، په ملتیا پرانیسته.

هغه زیاته کړې چې دا فابریکه به د نويو زېږېدلو ماشومانو، ماشومانو، میندو او د بېړنیو څانګو د ناروغانو لپاره اړین طبي اکسیجن برابر کړي او په دې روغتون کې به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو په برخه کې له پراخو ننګونو سره مخ دی.

د روغتیايي اسانتیاوو، طبي تجهیزاتو، درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، د اړتیا لرونکو کسانو لپاره باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.