TOOSnews
اعلان
یونېسف: د افغانستان په ۲۸ روغتیايي مرکزونو کې د اوبو او حفظ الصحې خدمتونه ښه شوي.
افغانستانټوس نیوز

یونېسف: د افغانستان په ۲۸ روغتیايي مرکزونو کې د اوبو او حفظ الصحې خدمتونه ښه شوي.

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د پکتیا او دایکنډي ولایتونو په ۲۸ روغتیايي او تغذیوي مرکزونو کې د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې بیارغول شوي او دغه مرکزونه د لمریزې انرژۍ له سیستمونو سره هم سمبال شوي دي.

یونیسف د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۱۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې په روغتیايي مرکزونو کې پاکو اوبو او خوندي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د روغتیايي او درملیزو خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې مهم رول لري.

د راپور له مخې، دا پروژه د بریټانیا د حکومت په ملاتړ پلي شوي او موخه یې په روغتیايي او تغذیوي مرکزونو کې د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو کچې لوړول دي.

یونیسف زیاته کړې چې په دغو مرکزونو کې د لمریزې انرژۍ کارول، د دوامدارې انرژۍ د برابرولو تر څنګ، د شنو خونو ګازونو د خپرېدو په کمولو کې مرسته کوي او همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د ښه ساتنې لامل ګرځي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې پاکو څښاکي اوبو او مناسبو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی د اغېزمنو درملیزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره بنسټیزه اړتیا ده، په ځانګړې توګه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې چې ماشومان او کورنۍ تر بل هر چا دغو خدمتونو ته ډېره اړتیا لري.

د یونېسف په وینا، په روغتیايي مرکزونو کې د اوبو او حفظ‌الصحې د بنسټیزو اسانتیاوو ښه والی کولی شي د عامې روغتیا په پیاوړتیا او په سیمه‌ییزو ټولنو کې د ناروغیو د خطورنو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.