د طالبانو مخالفې «متحدې جبهې» ادعا کړې چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې یو غړی وژلی دی.
د دې جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید د دوشنبې په ماښام، د وږي په دویمه، د مټاخان ولسوالۍ د تروخېلو په سیمه کې د دوی د عملیاتي ټیم له لوري ترسره شوی دی.
متحدې جبهې ادعا کړې چې وژل شوی کس په پکتیکا کې د ځوانانو او ښځو د ځورونې او «بېعزتۍ» په چارو کې لاس درلود.
تر اوسه طالبانو د دغه برید او د خپل یوه غړي د وژل کېدو په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې او د متحدې جبهې ادعا یې هم نه ده تایید کړې.
د متحدې جبهې وسلهوال فعالیتونه د روان کال له اګست راهیسې د طالبانو پر ضد د دې ډلې د اعلان شویو عملیاتو په لړ کې راپور شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








