د افغانستان متحده جبهه وایي، ځواکونو یې د بلخ ولایت د دولتاباد او د فاریاب ولایت د بند ولسوالیو په مربوطاتو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د دغې جبهې په وینا، په دغو نښتو کې څلور طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. جبهه ادعا کوي چې د عملیاتو پر مهال یې د طالبانو یو شمېر وسلې او تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.
متحده جبهه زیاتوي چې په یوه بل جلا برید کې یې تېره شپه د فاریاب د نوې جوړې شوې بندر ولسوالۍ د ملغي سیمې په یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.
د جبهې د معلوماتو له مخې، دغه برید له سختې نښتې وروسته پای ته رسېدلی دی.
تر اوسه طالبانو د دغو بریدونو، د مرګژوبلې او د وسلو او تجهیزاتو د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
لیکوال:سعید سمیر








