TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې نږدې ۶۰۰ ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې نږدې ۶۰۰ ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو ځل بیا په افغانستان کې د میندو د مړینې د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر لري.

د دې ادارې د خپرو شویو شمېرو له مخې، په هر ۱۰۰ زره زیږونونو کې نږدې ۶۰۰ ښځې د امیندوارۍ, زیږون یا د زیږون وروسته د رامنځته شویو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان په پرتله، په ایران کې د میندو د مړینې کچه په هر ۱۰۰ زره زیږونونو کې ۱۶ او په پاکستان کې ۱۵۵ پېښې ثبت شوې دي.

اوچا ټینګار کړی چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو په روزنه او ګومارنه کې پانګونه، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پراختیا، او تخصصي روغتیايي پاملرنو ته د ښځو د لاسرسي زیاتول، په افغانستان کې د میندو د مړینې د سمدستي کمولو لپاره مهمې لارې دي.

دې ادارې زیاته کړې چې د امیندوارۍ او زیږون پر مهال تخصصي پاملرنه، او همدارنګه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون، د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې بنسټیز رول لري.

د راپور له مخې، روزل شویو قابلو او د زیږون څخه مخکې او وروسته روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی د میندو د مړینې د کمښت له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

اوچا خبرداری ورکړی چې په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت د دې لامل کېږي چې ډېری ښځې روغتیايي مرکزونو ته له مراجعې ډډه وکړي یا ونه توانېږي اړین خدمتونه ترلاسه کړي.

دې ادارې د افغانستان د روغتیايي نظام شته ستونزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ښځینه متخصصو کارکوونکو کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر زده‌کړو او ټولنیزو او مسلکي فعالیتونو پراخ بندیزونه لګول شوي دي؛ هغه بندیزونه چې د نړیوالو بنسټونو په وینا، د زده‌کړو او روغتیا په ګډون پر بېلابېلو برخو اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د غویي په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې که اوسني محدودیتونه دوام ومومي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه باور لري چې د دې وضعیت دوام به نه یوازې د درملنې په برخه کې د ښځو حضور کم کړي، بلکې میلیونونه افغان ښځې او نجونې به اړینو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له لا ډېرو ستونزو سره هم مخ کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.