TOOSnews
اعلان
د امریکا تئودور  الوتکه‌وړونکې بېړۍ د اووه میاشتني ماموریت لپاره منځني ختیځ ته ځي.
نړۍټوس نیوز

د امریکا تئودور الوتکه‌وړونکې بېړۍ د اووه میاشتني ماموریت لپاره منځني ختیځ ته ځي.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا سمندري ځواکونه غواړي د «تئودور روزوېلټ» په نوم الوتکه‌وړونکې بېړۍ، چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسیزه عمله لري، لږ تر لږه د اوو میاشتو لپاره منځني ختیځ ته په ماموریت واستوي. که له ایران سره پوځي نښتې دوام ومومي، ښايي دغه ماموریت تر اتو میاشتو یا له هغې هم ډېر وغځول شي.

د امریکا د سمندري ځواکونو ارشد افسر، جان پریمن، د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۴مه، وویل چې د دغې بېړۍ قوماندان له عملې غوښتي چې ځانونه د اته میاشتني ماموریت لپاره چمتو کړي. هغه زیاته کړه چې ملایان هم تمه لري له اوو میاشتو څخه ډېره موده له خپلو کورنیو او هېواد څخه لرې واوسي.

ټاکل شوې د «تئودور روزوېلټ» د الوتکه‌وړونکې بېړۍ جنګي ډله په راتلونکو اوونیو کې له سن‌ډیاګو څخه حرکت وکړي او سیمې ته له رسېدو وروسته به په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ تر چتر لاندې فعالیت وکړي. د دغې بېړۍ استول په سیمه کې د امریکا د الوتکه‌وړونکو بېړیو د ځای پر ځای کولو د بدلون یوه برخه ده.

د امریکا د سمندري ځواکونو د انسټیټیوت د «نیوز» د راپور له مخې، تمه کېږي «تئودور روزوېلټ» به د «جورج واشنګټن» الوتکه‌وړونکې بېړۍ ځای ونیسي؛ هغه بېړۍ چې تېره اوونۍ د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ عملیاتي سیمې ته رسېدلې ده.

امریکا سمندري ځواکونه د تېر کال د کب میاشتې له ۹مې، چې له ایران سره د پوځي عملیاتو له پیل سره هممهاله وه، په عربي سمندر کې د خپلو الوتکه‌وړونکو بېړیو حضور ساتلی دی. د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغو بېړیو په ایران کې د ځینو اهدافو پر ضد په بریدونو او په سیمه کې په سمندري عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

په همدې حال کې، د «جورج اېچ. ډبلیو. بوش» په نوم الوتکه‌وړونکې بېړۍ هم په سیمه کې فعالیت کوي. په منځني ختیځ کې د امریکا د الوتکه‌وړونکو بېړیو هم‌مهاله حضور او د هغوی ځای پر ځای کول ښيي چې د دغه هېواد پوځ په سیمه کې د خپلو عملیاتي وړتیاوو د ساتلو او د پوځي حضور د دوام لپاره چمتووالی نیسي.

د «تئودور روزوېلټ» استول په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور لا هم د امنیتي تحولاتو او سیمه‌ییزو شخړو تر اغېز لاندې دی. د دغې بېړۍ د ماموریت د اوږدېدو موده به هم په سیمه کې د عملیاتي وضعیت او راتلونکو تحولاتو پورې تړلې وي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.