TOOSnews
اعلان
امریکا په منځني ختیځ کې د یوه څو ملیتي بې‌پیلوټه الوتکو د ځواک د جوړولو خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

امریکا په منځني ختیځ کې د یوه څو ملیتي بې‌پیلوټه الوتکو د ځواک د جوړولو خبر ورکړ.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام، اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې غواړي د بې‌پیلوټه الوتکو یو څو ملیتي ځواک د واحدې قوماندانۍ او د امریکا په مشرۍ جوړ کړي.

سنټکام د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه نوی ځواک به «فالکون سټرایک» نومېږي او موخه یې د ائتلاف د غړو هېوادونو د بې‌پیلوټه وړتیاوو همغږي کول دي.

د سنټکام د اعلامیې له مخې، «فالکون سټرایک» به له بې‌پیلوټه سیستمونو څخه جوړ ځواک وي چې په درېیو برخو کې به فعالیت کوي: هوا، د سمندر سطحه او د سمندر لاندې. د دغو سیستمونو فعالیتونه به د یوه ګډ جوړښت له لارې همغږي کېږي.

په دې طرحه کې به د امریکا او په سیمه کې د هغو متحدو هېوادونو یوطرفه برید کوونکي بې‌پیلوټه وسایل، چې له دې جوړښت سره یوځای شي، د یوې واحدې شبکې په توګه کارول کېږي.

سنټکام ویلي چې ځینې دغه سیستمونه د هوايي عملیاتو، ځینې د سمندر پر سطحه د فعالیت او ځینې نور د سمندر لاندې او اوبتل‌اړوندو ماموریتونو لپاره جوړ شوي دي. ټاکل شوې چې د دغو وسایلو وړتیاوې د یوې واحدې قوماندانۍ په چوکاټ کې همغږې شي.

د سنټکام په وینا، دغه شبکه هم د دفاعي ماموریتونو او هم د بریدیزو عملیاتو لپاره کارېدلی شي. د دې شبکې اصلي موخه د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د بې‌پیلوټه وړتیاوو د همغږۍ زیاتول بلل شوي دي.

سنټکام همداراز ویلي چې د «فالکون سټرایک» د جوړولو لپاره له سیمه‌ییزو متحدانو سره مشورې پیل شوي دي؛ خو تر اوسه یې د احتمالي ګډون کوونکو هېوادونو یا د دې نوي ځواک د فعالیت د پیل د وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا طرحه په داسې حال کې مطرح کېږي چې شاوخوا نهه میاشتې مخکې امریکا د سنتکام په چوکاټ کې د «سکورپین سټرایک» په نوم یو بې‌پیلوټه ځواک جوړ کړی و. دغه ځواک د یوطرفه برید کوونکو بې‌پیلوټه سیستمونو یوه مجموعه اداره کوي.

د وړاندې شوي راپور له مخې، سنټکام د ایران پر وړاندې په پوځي نښتو کې، په ځانګړې توګه د جولای په میاشت کې، له دغو بې‌پیلوټه وړتیاوو څخه کار اخیستی او د ایران پر جنوبي بندرونو یې بریدونه کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.