TOOSnews
اعلان
د امریکا د پوځ د وزیر،د دفاع وزیر سره له میاشتو اختلافونو وروسته استعفا ورکړه.
نړۍټوس نیوز

د امریکا د پوځ د وزیر،د دفاع وزیر سره له میاشتو اختلافونو وروسته استعفا ورکړه.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د پوځ وزیر «ډن ډریسکول» د امریکا د دفاع وزیر «پېټ هېګسېټ» سره له څو میاشتو اختلافونو او ترینګلتیا وروسته خپله استعفا سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړې ده.

ډریسکول، چې د امریکايي چارواکو په وینا د ولسمشر مرستیال «جي‌ډي وېنس» له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي، د پنټاګون تر ټولو وروستی لوړپوړی چارواکی دی چې د هېګسېت د وزارت پر مهال له دندې څخه استعفا کوي یا له دندې لرې کېږي.

خو تر اوسه روښانه نه ده چې سپینې ماڼۍ د ډریسکول استعفا منلې ده که نه. د امریکا پوځ هم تر اوسه د دې راپور په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

دا تحول په داسې حال کې رامنځته کېږي چې متحده ایالات لا هم له ایران سره په جګړه کې ښکېل دی او د امریکا د پوځ زرګونه سرتېري د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

یوې باخبرې سرچینې رویټرز ته ویلي چې ډریسکول د پوځ د بدلون د بهیر او د چمتووالي د کچې په اړه خپلې اندېښنې له حکومت سره شریکې کړې وې. هغه باور درلود چې پېټ هېګسېت د هغو جنرالانو په لرې کولو سره چې د دغو اصلاحاتو د عملي کولو مسوولیت یې درلود، د اصلاحاتو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د باخبره سرچینو په وینا، د دغو دوو چارواکو ترمنځ اختلافات وروسته له هغه لا زیات شول چې «رېنډي جورج»، د امریکا د پوځ لوی درستیز، له دندې لرې شو او د یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو د ترفیع مخه ونیول شوه.

ډریسکول د ۲۰۲۵ کال له فبروري راهیسې د امریکا د پوځ د وزیر په توګه دنده ترسره کوله. هغه د وسلو د پېرلو د سیستم د اصلاح، په دفاعي لګښتونو کې د موثریت د زیاتولو او د لویو دفاعي قراردادیانو پر وړاندې د پوځ د اتکا د کمولو له پلویانو څخه و.

هغه په یوه پړاو کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د روسیې او اوکراین د جګړې اړوندو خبرو اترو کې د ګډون لپاره هم ټاکل شوی و.

سپینې ماڼۍ د ډریسکول د استعفا په اړه د راپورونو په غبرګون کې، پرته له دې چې د هغه د استعفا د منل کېدو یا نه منل کېدو په اړه وضاحت ورکړي، د هغه ستاینه وکړه او ویې ویل چې نوموړی د حکومت د پروګرامونو په پلي کولو، د پوځ د چمتووالي په لوړولو او په دیپلوماټیکو او پوځي ماموریتونو کې د اغېزمنو مدیرانو له ډلې څخه و.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.