د امریکا د کانګرس د څېړنیزو خدماتو نوی راپور ښيي چې له ایران سره د جګړې پر مهال د امریکا هوايي ځواکونو ۴۲ جنګي، حمایوي او بېپیلوټه الوتکې له منځه تللې یا زیانمنې شوې دي. دا راپور چې د پنټاګون، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ او رسنیزو سرچینو د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی، د امریکا په سیاسي او پوځي کړیو کې پراخ بحثونه راپارولي دي.
د راپور له مخې، ثبت شوي زیانونه څلور اف ۱۵ئې استرایک ایګل جنګي الوتکې، یوه د پنځم نسل اف ۳۵اې لایتنینګ۲ جنګي الوتکه، یوه اې ۱۰تاندر بولټ۲ بریدکوونکې الوتکه او اووه کې سي ۱۳۵ ستراتوټانکر د تېلو رسوونکې الوتکې شاملې دي.
په دې لېست کې د یوې اې ۳سنتري آواکس الوتکې، دوو ام سي ۱۳۰جي کومانډو۲ د ځانګړو عملیاتو الوتکو، یوې د جنګي لټون او ژغورنې چورلکې او ۲۵ بېپیلوټه الوتکو د زیانمنېدو یا له منځه تلو یادونه هم شوې ده. په دغو بېپیلوټه الوتکو کې ۲۴ ام کیو ریپیر او یوه ام کیو۴سي ترایتون شاملې دي.
راپور زیاتوي چې ټول مالي زیان په میلیاردونو ډالرو اټکل شوی او یوازې د زیانمنو یا له منځه تللو تجهیزاتو لګښت ښايي شاوخوا ۲.۶ میلیارد ډالرو ته ورسېږي. په همدې حال کې ځینو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې اصلي شمېر ممکن تر دې هم لوړ وي.
د امریکا د کانګرس څېړنیزو خدماتو ټینګار کړی چې دا شمېرې د علني معلوماتو او موجودو راپورونو پر بنسټ برابرې شوې دي او امکان لري بدلون یا بیاکتنه پکې وشي، ځکه د پوځي معلوماتو یوه برخه لا هم محرمه ساتل شوې ده.
سیاسي او پوځي شنونکي وایي، د دې راپور خپرېدل ښايي د امریکا پر حکومت فشارونه زیات کړي، څو په سیمه کې د خپلو پوځي سیاستونو د دوام په اړه بیا غور وکړي؛ په ځانګړي ډول اوس چې په واشنګټن کې د جګړې د لګښتونو او پایلو په اړه نیوکې مخ په زیاتېدو دي.
لیکواله:سلینه آریایي








