د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن اوسمهال پر ایران د نوي پوځي برید پلان نه لري، خو د تهران له لوري د احتمالي برید په صورت کې یې د پوځي اقدام امکان نه دی رد کړی.
روبیو ویلي، امریکا په اوسني پړاو کې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو زیاتولو، د سمندري محاصرې دوام او له هرمز تنګي څخه نړۍوالو بازارونو ته د تېلو د لېږد د زیاتولو پر هڅو تمرکز کوي.
«اکسیوس» د یوه امریکايي چارواکي او یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې روبیو ټینګار کړی، واشنګټن نه غواړي په اوسني وخت کې بېرته پراخو پوځي عملیاتو ته مخه کړي.
د راپور له مخې، د امریکا اوسنۍ تګلاره څلور اساسي محورونه لري: له ایران سره د نوي پوځي اقدام څخه لنډمهاله ډډه، د سمندري محاصرې او نویو بندیزونو له لارې د اقتصادي فشارونو زیاتول، له هرمز تنګي څخه نړۍوالو بازارونو ته د تېلو د لېږد پراخول او د اړتیا په صورت کې د راتلونکي پوځي اقدام لپاره چمتووالی.
اکسیوس ویلي، د امریکا په تګلاره کې دا بدلون ښايي د ایران پر وړاندې د جګړې له دوام څخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستړیا او لږترلږه په اوسني پړاو کې د جګړې د درولو د لېوالتیا څرګندونه وکړي.
امریکايي چارواکي باور لري چې سمندري محاصره او اقتصادي فشارونه د ایران اقتصاد تر سخت فشار لاندې راولي، په داسې حال کې چې واشنګټن هڅه کوي د سیمې د هېوادونو د تېلو د لېږد بهیر د هرمز تنګي له لارې نړۍوالو بازارونو ته وساتي.
لیکوال:سعید سمیر








