TOOSnews
اعلان
پوتین وایي چې اټومي وسلې د روسیې د امنیت تضمین دي.
نړۍټوس نیوز

پوتین وایي چې اټومي وسلې د روسیې د امنیت تضمین دي.

۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ولادمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، د روسیې او بلاروس د لومړنیو ګډو اټومي پوځي تمرینونو په پیل کې وویل چې اټومي وسلې د روسیې د امنیت اصلي تضمین او د نړیوالو ګواښونو پر وړاندې د ستراتیژیک مخنیوي وسیله ده. پوتین د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۳۱مه، وویل چې اټومي تمرینونه د نړۍ په کچه د ځواک د توازن د ساتلو لپاره اړین دي.

ولادمیر پوتین او الکساندر لوکاشنکو، د روسیې او بلاروس ولسمشرانو، د پنجشنبې په ورځ د ویډیويي اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو او تاکتیکي اټومي ځواکونو لومړني ګډ تمرینات ترسره کړل.

په دې تمرینونو کې د اټومي وسلو د کارولو پر مهال د قوماندې او همغږۍ څرنګوالی، په ځانګړي ډول هغه وسلې چې د بلاروس په خاوره کې ځای پر ځای شوي دي، وازمویل شول. همدارنګه د بالسټیک او کروز توغندیو عملي توغول هم ترسره شول. پوتین وویل چې اټومي وسلې د ملي حاکمیت او د «اتحاد دولت» (روسیه او بلاروس) د امنیت وروستی تضمین دی.

لوکاشینکو هم په خپلو خبرو کې د بلاروس پوځي تاسیسات مناسب وبلل او ویې ویل چې د هېواد په ختیځ او مرکزي سیمو کې ټول تجهیزات په ښه وضعیت کې دي. هغه زیاته کړه چې دا لومړنی ګډ تمرین دی چې د ولسمشرانو په ګډون ترسره کېږي.

تر دې مخکې، د دواړو هېوادونو لوی درستیزانو او د دفاع وزیرانو دغه تمرینونه هر درې میاشتې وروسته پرته د ولسمشرانو له ګډونه ترسره کول.

لوکاشینکو ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه هېچا ته ګواښ نه پېښوي، خو که اړتیا وي، د ګډې خاورې د دفاع لپاره به له خپلو وسلو کار واخلي.

دغه ګډ مانور د ۲۰۲۳ کال د ستراتیژیک تړون دوام دی چې د مسکو او مینسک ترمنځ شوی و. روسیې په هغه کال کې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د لومړي ځل لپاره، د خپلو تاکتیکي اټومي سرګلولو یوه برخه د بل هېواد (بلاروس) په خاوره کې ځای پر ځای کړه، څو د ناټو پر وړاندې نوې دفاعي جبهه جوړه کړي.

روسیې او بلاروس له ۱۹۹۹ کال راهیسې د «اتحاد دولت» په نوم د نږدې ائتلاف د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی. دا تړون دواړه هېوادونه په اقتصادي، پوځي او بهرنۍ پالیسۍ کې سره یوځای کوي، خو سیاسي خپلواکي یې ساتل کېږي. د اوکراین د جګړې له پیل وروسته، دا پوځي اتحاد خپل اوج ته رسېدلی دی.

دغه اټومي تمرینونه د سړې جګړې له دورې وروسته د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د بې‌ساري ترینګلتیاوو په منځ کې ترسره کېږي. مسکو څو ځله د ناټو غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په جګړه کې مستقیمه یا پوځي مداخله، او کییف ته د روسیې د خاورې ژورو سیمو باندې د برید اجازه ورکول، د مستقیم اټومي ټکر خطر زیاتوي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.