د قزاقستان د یوه خوندي پارلمان ټاکنې؛ د «کورولتای» د ۱۴۵ څوکیو لپاره د رایې ورکولو بهیر پیل شو.
د قزاقستان وګړي د یکشنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه، د نوي اساسي قانون له تصویب وروسته د دغه هېواد د لومړي ځل لپاره د یو خوندي پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره د رایې صندوقونو ته لاړل. په دغو ټاکنو کې د اوو سیاسي ګوندونو ۵۴۵ نوماندان د نوي پارلمان، چې «کورولتای» نومېږي، د ۱۴۵ څوکیو لپاره سیالي کوي.
دغه ټاکنې د سیاسي اصلاحاتو او د نوي اساسي قانون له تصویب وروسته ترسره کېږي؛ هغه اصلاحات چې د قزاقستان د پخواني خوندي پارلمان جوړښت یې په یوه تقنیني او واحد بنسټ بدل کړی دی. ټاکل شوې چې نوی پارلمان له نوي جوړښت او واکونو سره د قوانینو په جوړولو او د حکومت د کړنو په څارنه کې مهم رول ولوبوي.
د رسمي شمېرو له مخې، ۱۲ میلیونه، ۶۰۵ زره او ۷۸۸ وګړي په ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت شوي او په ټول قزاقستان کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره له ۱۰ زرو څخه ډېر د رایې ورکولو مرکزونه جوړ شوي دي. د قزاقستان اتباع چې له هېواده بهر اوسېږي، هم د رایې ورکولو حق لري.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ۶۱ هېوادونو کې د بهر مېشتو قزاقستاني اتباعو لپاره ۷۹ د رایې ورکولو مرکزونه جوړ شوي دي. دغه مرکزونه له هېواده بهر مېشتو وګړو ته د پارلماني ټاکنو په بهیر کې د ګډون زمینه برابروي.
د نوي اساسي قانون له مخې، د قزاقستان یو خوندي پارلمان به پراخ واکونه ولري. د قوانینو تصویب، د حکومت د کړنو څارنه، د لوړپوړو چارواکو د باور رایې په بهیر کې ګډون او د ځینو لوړو حکومتي ادارو په جوړولو کې ونډه اخیستل د دغه بنسټ له مهمو دندو او واکونو څخه بلل شوي دي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توقایف پارلماني ټاکنې «د هېواد په تاریخ کې نوی فصل» بللی او ویلي یې دي چې اوسنی رایه ورکول د نوي اساسي قانون له پلي کېدو وروسته د سیاسي اصلاحاتو د یوې نوې مرحلې پیل دی.
خو یو شمېر نړیوال څارونکي او رسنۍ باور لري چې د ټاکنو پایله ښايي د توقایف سیاسي دریځ نور هم پیاوړی کړي. د دغو څارونکو په وینا، په ټاکنو کې د ګډون کوونکو ډېرو ګوندونو اړیکې له حکومت سره نږدې دي او تمه کېږي چې له ولسمشر سره همغږي لرونکي سیاسي جریانونه د نوي پارلمان د څوکیو د پام وړ برخه ترلاسه کړي.
د نوي اساسي قانون له مخې، توقایف چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د قزاقستان ولسمشر دی، کولی شي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اوو کلونو د یوې بلې دورې لپاره هم نوماند شي. دا موضوع د دغه هېواد له اساسي قانوني اصلاحاتو وروسته یو له مهمو سیاسي بدلونونو څخه بلل کېږي.
اوسنۍ ټاکنې د قزاقستان د نوي پارلماني جوړښت لپاره لومړنۍ انتخاباتي ازموینه ګڼل کېږي او پایلې یې کولی شي په راتلونکو کلونو کې د تقنیني بنسټ پر جوړښت او د سیاسي اصلاحاتو پر مسیر اغېز وکړي. د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته به د رایو شمېرل او د رسمي پایلو اعلان د دغه هېواد د لومړي نوي یو خوندي پارلمان ترکیب مشخص کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








