وال اسټریټ ژورنال د ځینې امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ د اسلامي جمهوریت پر ضد د جګړې پورې اړوند محرمانه معلوماتو رسنیو ته د رسېدو له امله سخته غصه څرګنده کړې او له عدلیې وزارت څخه یې غوښتنه کړې چې دغه دوسیې په جدي ډول وڅېړي.
د هغو کسانو په وینا چې د غوښتنو په جریان کې وو، د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې څارنوالانو د رسنیو او همدارنګه د ایمیل او ټیلیفون خدمتونو وړاندې کونکو ته د افشاګریو په تړاو د څېړنو په چوکاټ کې احضاریه استولې ده.
چارواکو ویلي چې ټرمپ تېره میاشت په ځانګړې توګه د نیویارک ټایمز د اپریل په ۷مه د خپرې شوې مقالې په اړه غصه څرګنده کړې وه، کومه چې تشریح کړې یې و چې څنګه د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، ټرمپ ته د ایران د بمبارۍ لپاره هڅونه کړې وه. دغه راپور د لوړ پوړو چارواکو د غونډو په اړه واضح جزییات وړاندې کړي وو،او هغه غونډې چې په محرمانه وضعیت خونې کې ترسره شوې وې.
لیکواله:سلیمه حکیمي








