TOOSnews
اعلان
په پنځو ولايتونو كې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبر دارى.
افغانستانټوس نیوز

په پنځو ولايتونو كې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبر دارى.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ریاست د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هواپوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ۱۰ تر ۳۰ میلی‌متره باران اټکل شوی دی.

دغه اداره وايي، د هېواد په شمال، لوېدیځ، سوېل، سوېل‌ختیځ، ختیځ او مرکزي سیمو کې به له دوړو او خاورو سره مل تیز بادونه هم ولګېږي، چې سرعت یې ښايي په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

د هواپوهنې ریاست په زیان‌منو او ټیټو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال هم مطرح کړی او له خلکو یې غوښتي چې د ورښتونو پر مهال د احتمالي سېلابونو له مسیرونو څخه ځانونه لرې وساتي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې تر دې وړاندې هم د سختو ورښتونو له امله د سېلابونو خطر موجود و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.