سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې ټاکل شوې د سېشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ د لوړې کچې خبرې ترسره شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وټکوف او جیرډ کوشنر به په دغو خبرو کې ګډون وکړي.
د لیوېټ په وینا، د لوړې کچې سیاسي خبرو ترڅنګ به تخنیکي غونډې هم دوام ولري، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړهلیک د عملي کېدو پر څرنګوالي بحث وشي.
هغې ټینګار کړی، چې امریکا د اوربند په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړه ده، خو زیاته کړې یې ده چې هر ډول تاوتریخوالی به له متناسب ځواب سره مخ شي.
امریکا او ایران د جون په ۱۷مه د ۱۴ مادو یو هوکړهلیک لاسلیک کړی و، چې موخه یې د څلورو میاشتو شخړې پای ته رسول او د هرمز تنګي بېرته پرانیستل وو. خو د تېرې اونۍ متقابلو بریدونو د دغه نازک تړون د دوام په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








