TOOSnews
اعلان
د ښځو د آزادۍ شبکې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.
افغانستانټوس نیوز

د ښځو د آزادۍ شبکې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

کابل – د ښځو د آزادۍ شبکې (FWN) په یوه اعلامیه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې، بشري حقونو بنسټونو، رسنیو او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو او بنسټیزو آزادیو د ملاتړ لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان ښځې او نجونې د هېواد د معاصر تاریخ له تر ټولو سختو پړاوونو څخه یوه کې ژوند کوي. له زده کړو محرومیت، په کار او ټولنیز ګډون کې محدودیتونه، تعلیمي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کمښت او د ټولنیزې انزوا زیاتوالی د میلیونونو ښځو او نجونو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

د ښځو د آزادۍ شبکې همدارنګه په هرات کې وروستیو پېښو او د هغو ښځو او نجونو اعتراضونو ته اشاره کړې چې د دې بنسټ په وینا، د زده کړو، آزادۍ او انساني کرامت د حق د دفاع لپاره په سوله‌ییز ډول راټولې شوې وې. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دغو پېښو په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې لا زیاتې کړي او دا څرګندوي چې ښځې او نجونې لا هم پراخ ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري.

د اعلامیې له مخې، له زده کړو څخه د نجونو محرومیت، په عامه ژوند کې د ښځو پر حضور پراخ محدودیتونه، د بې‌وزلۍ زیاتوالی، اقتصادي وابستګي، رواني ستونزې او د ودې او پرمختګ د فرصتونو کمښت هغه مهمې ننګونې دي چې افغان ښځې ورسره مخ دي. دې بنسټ خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولای شي د افغانستان د ټولنې پر راتلونکي ژورې او اوږدمهالې اغېزې ولري.

د ښځو د آزادۍ شبکې د خپلې اعلامیې په یوه برخه کې خپل اهداف او پروګرامونه هم تشریح کړي دي چې د نجونو د زده کړو ملاتړ، له رسمي زده کړو محرومو زده‌کوونکو ته د زده کړې فرصتونو برابرول، د مسلکي او مهارتي روزنو له لارې د ښځو پیاوړتیا، د روغتیايي زده کړو وړاندې کول، د ښځو د حقونو په اړه عامه پوهاوی، د ښځو او مدني فعالانو ترمنځ د همغږۍ او پیوستون رامنځته کول او د افغانستان د ښځو او نجونو د ستونزو او محدودیتونو مستندول پکې شامل دي.

دغه شبکه ټینګار کوي چې زده کړه، پوهاوی او د ښځو ګډون د پرمختګ او ټولنیز عدالت بنسټیز ارکان دي او ژمنه ده چې خپلې چارې به د بشري حقونو، برابرۍ، عدالت او انساني کرامت د اصولو په چوکاټ کې دوام ورکړي.

په پای کې، د ښځو د آزادۍ شبکې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه چوپ پاتې نه شي او د هغوی د بنسټیزو حقونو او آزادیو د ملاتړ لپاره اغېزمن او عملي اقدامات ترسره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.