د ښځو د خوځښت شبکې په پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو جبري اېستل په کلکه غندلي او دا یې «غیرانساني» اقدام او د بشري حقونو او د جبري نه ستنولو د اصل ښکاره نقض بللی دی.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په اسلاماباد کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، پاکستان د افغان کډوالو له برخلیک څخه د طالبانو پر وړاندې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. د شبکې په وینا، د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو زیان اوس ښځې، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان ګالي.
اعلامیه خبرداری ورکوي چې که دغه کسان بېرته افغانستان ته واستول شي، د طالبانو لهخوا د نیول کېدو، شکنجې، جبري ورکېدو او حتی د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ شي.
د ښځو د خوځښت شبکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو شورا او نړیوالې ټولنې پر چوپتیا هم نیوکه کړې او دا چوپتیا یې د «شرم وړ» بللې ده. د اعلامیې له مخې، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې دوامداره تعامل او د اړیکو عادي کول، طالبان نور هم زړور کړي دي.
یادې شبکې د پخواني جمهوري نظام پر چارواکو او سیاستوالو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی په امنو هېوادونو کې ژوند کوي، خو بېوزله افغانان د دوی د تېرو سیاستونو او پرېکړو بیه پرې کوي.
دغه بنسټ له پاکستانه غوښتي چې له خطر سره د مخ افغانانو جبري اېستل سمدستي ودروي او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتنه کړې چې د دغو کسانو د خوندي او قانوني لېږد لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د جولای له ۱۰مې راهیسې د بېاسنادو افغانانو د جبري اېستلو بهیر په ټول هېواد کې پیل کړی او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.
لیکوال:سعید سمیر








