TOOSnews
اعلان
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل پیاوړي روغتیايي نظام ته اړتیا لري.
افغانستانټوس نیوز

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل پیاوړي روغتیايي نظام ته اړتیا لري.

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشره حنان حسن بلخي، په افغانستان کې له طالب چارواکو او د روغتیا له شریکانو سره تر لیدنې وروسته ټینګار وکړ چې د ماشومانو د ګوزڼ له منځه وړل یوازې د واکسین له لارې نه شي کېدای، بلکې د روغتیايي نظام پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو پراختیا ته هم اړتیا لري.

بلخي وویل، که همغږي زیاته شي او همکارۍ دوام ومومي، تمه ده چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه یوړل شي. هغې زیاته کړه چې د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه یوازې د ماشومانو واکسین کولو پورې محدوده نه ده، بلکې د یوه دوامدار او پیاوړي روغتیايي نظام جوړول هم اړین دي.

هغې څرګنده کړه: «ټولو ماشومانو ته د ژوند ژغورونکو واکسینونو رسول باید په ورته وخت کې د عادي واکسینونو د پیاوړتیا، د اساسي روغتیايي خدمتونو د دوام او د لا پیاوړي روغتیايي نظام د جوړولو له هڅو سره یوځای ترسره شي.»

دا څرګندونې له هغې غونډې وروسته وشوې چې د طالبانو د رئیس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بل او ملنډا ګېټس بنسټ د نړیوالې پراختیا مشر کریستوفر الیاس، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازو او په افغانستان کې د قطر سفیر په ګډون جوړه شوې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت د واکسیناسیون د پروګرامونو د پلي کولو لپاره ښه فرصت برابر کړی، خو د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره د ټولو لوریو همکارۍ او ټولو ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو د رسېدو اړتیا ده.

افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ویروس لا هم په کې له منځه نه دی تللی. دغه ناروغي له کلونو راهیسې د ماشومانو روغتیا ګواښي او د پراخو واکسیناسیون پروګرامونو له پلي کېدو سره سره، د ویروس انتقال لا هم دوام لري.

په همدې حال کې، طالبانو د پولیو واکسین د کور په کور د تطبیق بهیر درولی او د دې پروګرام پلي کول یې جوماتونو ته محدود کړي دي. د روغتیا برخې یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا محدودیت د واکسین پوښښ کمولی شي او د پولیو د له منځه وړلو بهیر له ستونزو سره مخ کولی شي.

د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو یوه ډېره ساري ویروسي ناروغي ده چې ډېری وخت تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان اغېزمنوي. دا ویروس د ککړو اوبو او خوړو یا د نږدې تماس له لارې له یوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي او په سختو حالتونو کې د دایمي فلج لامل کېدای شي.

د دې ناروغۍ لپاره تر اوسه کومه بشپړه درملنه نشته، خو واکسین کول د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره ده. د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا هم پکې خپرېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.