TOOSnews
اعلان
پرون له ايران او پاكستان څخه تر ۵ زرو زيات افغان كډوال هېواد ته ستانه شول.
افغانستانټوس نیوز

پرون له ايران او پاكستان څخه تر ۵ زرو زيات افغان كډوال هېواد ته ستانه شول.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د ايران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ستنېدو په لړۍ کې ټولټال ۱۰۱۵ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي، چې شمېر يې ۵۳۵۵ کسانو ته رسېږي.

د ياد وزارت د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کډوال د هېواد له بېلابېلو پولو څخه افغانستان ته داخل شوي، چې پکې د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام کلا او د نيمروز د ورېښمو پله لارې شاملې دي.

په همدې حال کې د افغان کډوالو د ستنېدو بهير په ځانګړي ډول له پاکستان څخه چټک شوی دی. راپورونه ښيي چې له پاکستان څخه د کډوالو د ايستلو لړۍ زور اخيستی او هره ورځ ګڼ شمېر افغانان په جبري ډول هېواد ته لېږدول کېږي.

دغه وضعیت د کډوالو د انساني حقونو او د ستنېدونکو د ژوند د شرایطو په اړه اندېښنې هم راپورته کړې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.