TOOSnews
اعلان
ذبيح اللّه مجاهد: د شريعت له مخې د افغان ښځو حقونه خوندي دي.
افغانستانټوس نیوز

ذبيح اللّه مجاهد: د شريعت له مخې د افغان ښځو حقونه خوندي دي.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د شریعت له مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.

مجاهد ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان هڅې د ستاینې وړ دي او طالبان یې ملاتړ کوي، خو ټینګار یې کړی چې د اسلام او شریعت له مخې د ښځو ټول هغه حقونه چې اسلام ورکړي، خوندي شوي دي.

هغه زیاته کړې: «دا چې یاد سازمان اسلامي دی او اسلامي نوم لري، هغه ټول حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي دي، موږ ځان مکلف ګڼو چې ټول حقوق یې خوندي کړو.»

د طالبانو ویاند ویلي، د افغان ښځو لپاره د هغو حقونو منل چې د سازمانونو او لوېدیځو ټولنو له لوري تعریف شوي، د دوی لپاره د منلو وړ نه دي، ځکه د نوموړي په وینا، دغه حقونه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي.

مجاهد همداراز ویلي، د طالبانو حکومت د اسلامي عالمانو له لوري اداره کېږي او همدوی د اسلامي حقونو او احکامو په اړه غوره پوهه لري.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس په ترڅ کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې افغان ښځو ته د هغوی اساسي حقونه ورکړي.

طالبانو په دې غونډه کې استازی نه درلود. ځینې سرچینې د دې نشتوالي لامل د طالبانو په اداره کې د ښځینه چارواکو نه موجودیت بولي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.