د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دویم رئیس، ذاکر جلالي، ویلي دي چې افغانستان او تاجکستان په کابل او دوشنبه کې فعال دیپلوماټیک حضور ته اړتیا لري، او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي تعاملات به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.
جلالي ویلي دي چې په کابل کې د تاجکستان د فعالې دیپلوماټيکې استازولۍ شتون او په دوشنبه کې د افغانستان دیپلوماټیک حضور د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره اړین دی. د نوموړي په وینا، د دغو تعاملاتو پراختیا کولای شي د دوه اړخیزو همکاریو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
هغه همداراز هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ وروستۍ خبرې اترې او تعاملات به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو سبب شي او د موجودو ننګونو د حل لپاره به لارې چارې وموندل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








