TOOSnews
اعلان
زلمی خليلزاد: پاكستان له ژور سياسي، اقتصادي او امنيتي بحران سره مخ دى.
نړۍټوس نیوز

زلمی خليلزاد: پاكستان له ژور سياسي، اقتصادي او امنيتي بحران سره مخ دى.

۱۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان له جدي سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی او د دغه هېواد عمومي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی.

خلیلزاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، عمران خان د بند درې کاله وروسته باید دا پوښتنه وشي چې ایا دغه اقدام د پاکستان لپاره ګټور و که نه. د هغه په وینا، د پاکستان اوسنی وضعیت ښيي چې د دې پوښتنې ځواب منفي دی.

هغه ویلي، د پاکستان اقتصاد له سخت بحران سره مخ دی او حکومت د مالي ژغورنې په لټه کې دی. نوموړي همداراز په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د امنیتي وضعیت خرابېدو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو یادونه کړې ده.

خلیلزاد زیاته کړې چې د پاکستان په بهرني سیاست کې هم ستونزې رامنځته شوي دي، ځکه د هغه په وینا، له طالبانو او هند سره د اسلام‌اباد اړیکې خرابې شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره بنسټیز بدلونونه او کورنۍ پخلاینه اړینه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې زلمی خلیلزاد د دوحې تړون له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی، او بل لور ته د امریکا ولسمشر په وروستیو میاشتو کې څو ځله د پاکستان د پوځ له مشر او لومړي وزیر څخه د رضایت څرګندونه کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.