TOOSnews
اعلان
په کاناډا کې ۳۴ هندو کورنیو افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.
افغانستانټوس نیوز

په کاناډا کې ۳۴ هندو کورنیو افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نارندرا سینګ خالصه، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د افغانستان د هندو ټولنې استازی، له کاناډا څخه تر راستنېدو وروسته د افغانستان د شخصیتونو د اړیکو کمیسیون له مشر شهاب‌الدین دلاور سره وکتل او خبرې یې وکړې.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، خالصه په دې لیدنه کې په کاناډا کې د مېشتو هندو او سېک افغانانو د وضعیت او له افغانستان سره د هغوی د همکارۍ د زمینو په اړه خبرې کړي دي.

هغه ویلي چې په کاناډا کې د افغانستان سېک ټولنه غواړي په هېواد کې یو معیاري روغتون جوړ کړي او د دې پروژې د مالي لګښت د برابرولو چمتووالی هم لري.

خالصه همدارنګه څرګنده کړې چې په کاناډا کې ۳۴ هندو کورنۍ غواړي افغانستان ته ستنې شي او د بیا ژوند کولو لپاره خپله لېوالتیا ښيي.

په دې لیدنه کې له هېواده بهر د افغان شخصیتونو او اتباعو د بېرته راستنېدو او په ټولنیزو او پراختیایي چارو کې د هغوی د ونډې اخیستلو په اړه هم بحث شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.