TOOSnews
اعلان
كابل کې د ۵ جي انټرنټ ازمايښتي خدمات پیل شول.
افغانستانټوس نیوز

كابل کې د ۵ جي انټرنټ ازمايښتي خدمات پیل شول.

۱۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د ۵جي انټرنټي خدمات په ازمایښتي بڼه فعال شوي دي. د ده په وینا، د افغان بېسیم شرکت مسؤلینو د مخابراتو له وزیر حمدالله نعماني سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې دا خدمتونه په ۷۴ انتنونو کې فعال شوي دي.

د افغان بېسیم مشر علي‌الله سروري ویلي، چې تر زېربناوو د بشپړ چمتووالي او ازمایښتي پړاو وروسته به ۵جي خدمات د هېواد نورو سیمو ته هم وغځول شي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.