د عامه ټولګټو ریاست مسؤلینو ویلي چې د میدانوردګ–لوګر د سړک د دوهم لین د جوړولو کار ۷۱ سلنه پرمختګ کړی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا پروژه د ۱۴.۱ کیلومتره سړک جوړول شامل کېږي چې د لوګر ولایت له کلنګار، شولک او بابوس سیمو څخه تېرېږي او د پلعلم ښار ته رسېږي.
دا لار د میدانوردګ او لوګر ولایتونو ترمنځ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د تګ راتګ او د تجارتي توکو د لېږد لپاره ترې ګټه اخلي.
د مسؤلینو په وینا، د دې سړک د دوهم لین په بشپړېدو سره به د ټرافیکو ظرفیت زیات شي او د موټرو د اسانه تګ راتګ زمینه به برابره شي.
تمه کېږي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د ټرافیکي ګڼهګوڼې کموالی راشي، بلکې د ترانسپورټ په اسانتیا، د اقتصادي فعالیتونو په ښه والي او د دواړو ولایتونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې به هم مهم رول ولوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








