TOOSnews
اعلان
د بشري مرستو ۷۲۴ لارۍ له تورخم څخه افغانستان ته داخلې شوې.
افغانستانټوس نیوز

د بشري مرستو ۷۲۴ لارۍ له تورخم څخه افغانستان ته داخلې شوې.

۲۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ۷۲۴ لارۍ له تورخم څخه داخلې شوې.

له پاکستان څخه د بشري مرستو د لېږد د څو میاشتو ځنډ وروسته، ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د بشري مرستو ۷۲۴ لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوي دي. دغه مرستې د ملګرو ملتونو د څو پړاو هڅو او همغږۍ او د پاکستاني او طالب چارواکو له اجازې وروسته افغانستان ته ولېږدول شوې.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو دایمي او د بشري چارو همغږي کوونکي، محمد یحیی، په اېکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د بشري مرستو ۷۲۴ لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې او دغه مرستې اړمنو کورنیو ته رسېدلي دي.

هغه د پاکستان له حکومت او ټولو هغو کسانو څخه مننه کړې چې د دغو مرستو د لېږد زمینه یې برابره کړې ده. نوموړي ویلي چې دې اقدام له افغانستان سره د «بشري مرستو د حیاتي لارې» د پرانیستې ساتلو کې مرسته کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي چې اسلام‌اباد د ملګرو ملتونو بشري هڅې اسانه کړې او افغانستان ته یې د مرستو د لېږد او اړمنو خلکو ته د رسېدو زمینه برابره کړې ده.

د دغو مرستو لېږد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو له څو میاشتني بن‌بست وروسته ترسره شوی؛ هغه بن‌بست چې په افغانستان کې یې د بشري مرستو د لېږد او مرستندویه فعالیتونو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی و.

تورخم دروازه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یو شمېر مهمې لارې د ۱۴۰۴ لمریز کال په تلې میاشت کې، د سختو سرحدي نښتو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله وتړل شوې. دې وضعیت د یوې مودې لپاره د خلکو تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او بشري مرستو لېږد ګډوډ کړ.

پاکستان ویلي چې د سرحدونو تړل کېدل له امنیتي اندېښنو او له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له ادعا سره تړاو لري. اسلام‌اباد طالبان د دې ډلې د فعالیتونو په برابرولو تورنوي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

طالبان بیا پاکستان تورنوي چې له سرحدي دروازو څخه د افغانستان پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. طالب چارواکو همدارنګه ویلي چې د سوداګریزو لارو عادي پرانیستل باید د پاکستان له دې تضمین سره مل وي چې له سرحدونو څخه به بیا د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دغې لارې له پرانیستل کېدو مخکې خبرداری ورکړی و چې د پاکستان د پولې دوامداره تړل کېدل، د بودجې له سخت کمښت او سیمه‌ییزو بحرانونو سره یوځای، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د مرستندویه توکو د دغو ۷۲۴ لاریو داخلېدل ښايي د تورخم له لارې د بشري مرستو د لېږد د بیا پیل د بهیر یوه برخه وي؛ خو د سرحدي دروازو عمومي وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لا هم د دواړو لورو د امنیتي او سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.