معاونیت اقتصادي ریاستالوزراء اعلان کړی چې د کابل ښار د برکي څلورلارې د ځمکني سړک د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي او د دې پروژې دغه برخه به په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، د برکي څلورلارې د هوایي پل د جوړولو چارې هم تر اوسه ۵۰ سلنه پرمختګ کړی او پلان دی چې د روان کال تر پایه په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.
د معاونیت اقتصادي ریاستالوزراء په وینا، د دې پروژې هوایي پل ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري او تر اوسه یې د جوړولو نیمایي چارې بشپړې شوې دي.
دغه بنسټ همداراز ویلي چې د برکي څلورلارې پروژه د یو میلیارد او ۵۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له خوا تمویلېږي او تر اوسه یې د ۱۴۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








