TOOSnews
اعلان
په بنګله دېش کې د ټرامپ په نوم مشهوره مېښه له قربانۍ څخه وژغورل شو.
نړۍټوس نیوز

په بنګله دېش کې د ټرامپ په نوم مشهوره مېښه له قربانۍ څخه وژغورل شو.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بنګله‌دېش د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې یو نادر مېښه، چې د خپل ژېړ رنګه او ځانګړي وېښتانو له امله ورته «ډونالډ ټرمپ» نوم ورکړل شوی و، د حکومت له مداخلې وروسته د لوی اختر له قربانۍ وژغورل شوه.

دغه مېښه چې شاوخوا ۷۰۰ کیلوګرامه وزن لري، مخکې د اختر په ورځ د قربانۍ لپاره پلورل شوې وه، خو وروسته له هغې چې د خلکو پراخه پاملرنه یې ځانته واړوله او انځورونه یې په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپاره شول، دولتي چارواکو په دې موضوع کې مداخله وکړه.

د بنګله‌دېش د کورنیو چارو وزیر، صلاح‌الدین احمد، امر وکړ چې دا څاروی دې له قربانۍ معاف کړل شي، د پېرودونکي ورکړل شوې پیسې دې بېرته ورکړل شي او مېښه دې د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکا ملي ژوبڼ ته ولېږدول شي.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل: «په وروستیو شېبو کې پرېکړه وشوه چې دغه مېښه د امنیتي اندېښنو او د خلکو د غیرعادي پام له امله قرباني نه شي.»

د دې حیوان د شهرت کیسه وروسته له هغې پیل شوه چې د هغه ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې؛ هغه ویډیوګانې چې ډېر ژر د ټولنېزو شبکو کاروونکو پام ځانته واړاوه او د اختر لپاره د عادي څاروي پېرودل یې په ټول بنګله‌دېش کې پر خبر جوړونکې موضوع بدل کړل.

وروسته له دې چې انځورونه یې وایرال شول، ګڼ شمېر خلک د دې مېښې د لیدلو لپاره هغه فارم ته ورغلل چېرې چې ساتل کېده، او ځینو ان له لرې سیمو سفر وکړ څو د دې څاروي ژېړ کاکل او ارام چلند له نږدې وویني.

د فارم مالک، ضیاءالدین مریدها، وویل چې د دې مېښې نوم د هغه کشر ورور ایښی و، ځکه هغه د دې څاروي د وېښتانو بڼه د امریکا د ولسمشر له وېښتانو سره ورته بللې وه.

هغه زیاته کړه چې دا مېښه ډېر ارام طبیعت لري او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، لکه منظم خواړه او پرله‌پسې حمامونه.

البینو مېښې په بنګله‌دېش کې، چې ډېری څاروي یې تیاره رنګ لري، ډېرې نادرې ګڼل کېږي. خو ډېری خلک باور لري چې همدغه جنجالي نوم «ډونالډ ټرمپ» بالاخره د دې حیوان د ژغورلو لامل شو.

د رسمي شمېرو له مخې، تمه کېږي چې د لوی اختر په ورځو کې به په بنګله‌دېش کې له ۱۲ میلیونو ډېر څاروي، لکه غواګانې، مېښې، پسونه او وزې، قرباني شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.