سمنګان کې ځایي سرچینې وایي چې د حضرت سلطان ولسوالۍ د دولتاباد په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، دا پېښه د پنجشنبې په سهار هغه مهال رامنځته شوې چې د کرولا ډوله موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
ځايي سرچینو د قربانیانو د هویت، د پېښې د رامنځته کېدو د لامل او له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د دې خبر تر خپرېدو پورې، د سمنګان سیمهییزو چارواکو هم د دې ترافیکي پېښې او د هغې د دقیق لامل په اړه څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








