TOOSnews
اعلان
ګوتريش: پاكستانيانو له افغانانو سره حتى خپله د خولې نمړۍ هم نيموله.
نړۍټوس نیوز

ګوتريش: پاكستانيانو له افغانانو سره حتى خپله د خولې نمړۍ هم نيموله.

۱۵ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د افغان کډوالو په کوربتوب کې د دغه هېواد د اوږدمهاله ونډې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان له کلونو راهیسې د افغان کډوالو لپاره د کوربه هېواد په توګه مهم رول ترسره کړی دی.

ګوتریش چې د اکتوبر له شپږمې تر اتمې نېټې اسلام‌اباد ته تللی، د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان، سیمه‌ییز امنیت، ترهګرۍ، فلسطین او نورو نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

هغه په اسلام‌اباد کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د خبرو او د ایران او امریکا د شخړې د کمولو په برخه کې د پاکستان هڅې هم مهمې بللې دي. نوموړي ویلي، د اسلام‌اباد هڅو د خبرو لپاره د زمینه برابرولو، د اوربند او د راتلونکو مذاکراتو د چوکاټ په رامنځته کېدو کې رول درلود.

ګوتریش له ټولو لورو غوښتي چې جګړه پای ته ورسوي، بېرته ډیپلوماسۍ ته وګرځي او د نړیوال قانون له مخې د تګ راتګ او سمندري لارو حقونه بېرته خوندي کړي. هغه ټینګار کړی چې ملګري ملتونه له پاکستان سره د افغانانو د بېرته ستنېدو په بهیر کې د «رضاکارانه، خوندي او باعزته» ستنېدو د اصل ملاتړ کوي.

د ګوتریش د سفر پر مهال د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم له نوموړي سره لیدلي او د افغانستان ترڅنګ یې د کشمیر، فلسطین، ترهګرۍ او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړې دي.

ګوتریش تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر په توګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوږدمهاله کوربتوب ستاینه کړې وه. هغه په ۲۰۱۵ کال کې ویلي وو چې پاکستان او ایران د افغان کډوالو په کوربتوب کې د نړیوالې ټولنې د ستاینې وړ ونډه لرلې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.