آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي چارو او وېبپاڼې د مدیریت اړوند سیستمونه یې د پاکستاني «زاپوېز» شرکت له انحصاره ایستلي دي.
د آریانا د معلوماتو له مخې، یاد سیستمونه نږدې ۱۵ کاله د زاپوېز شرکت تر مدیریت لاندې وو. د دغه شرکت مسوولین وايي، زاپوېز د خپلو خدماتو په بدل کې لوړ لګښتونه اخیستل او د آریانا د ځینو سیستمونو او اړوندو تخنیکي معلوماتو کنټرول یې هم په واک کې درلود.
آریانا وايي، اوس یې د یوه ترکي شرکت په همکارۍ نوی، عصري او معیاري سیستم فعال کړی دی. د دې شرکت د مسوولینو په وینا، د ترکي شرکت خدمات د نړۍ په څه باندې ۸۰ نړیوالو هوايي شرکتونو کې کارول کېږي.
د آریانا په وینا، نوی سیستم په ټیټ لګښت فعال شوی او موخه یې له بهرنیو شرکتونو سره د دې هوايي شرکت د تخنیکي وابستګۍ کمول، د انلاین خدمتونو او ټکټونو د پلور د بهیر ښه کول، د ریزرفیشنونو اسانتیا او د عملیاتي او سوداګریزو چارو لا اغېزمن مدیریت دی.
د آریانا مسوولین زیاتوي، د نوي سیستم په فعالېدو سره به د ټکټونو د پلور او نورو انلاین خدمتونو په برخه کې د مسافرو لپاره اسانتیاوې هم رامنځته شي.
لیکوال:سعید سمیر








