TOOSnews
اعلان
لمارکي: د بشري مرستو کمښت پر افغانانو فشار زیات کړی دی.
نړۍټوس نیوز

لمارکي: د بشري مرستو کمښت پر افغانانو فشار زیات کړی دی.

۱۵ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

برونو لامارکي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي، د کندهار او هلمند ولایتونو له سفر وروسته خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کموالی، له وچکالۍ او د کډوالو له پراخ بېرته راستنېدو سره یوځای، د خلکو د ژوند وضعیت لا ستونزمن کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د سې شنبې په ورځ، د تلې په ۱۴مه، په یوه راپور کې ویلي چې لامارکي د دغه سفر پر مهال د مرستو د کمېدو پر اغېزو د خلکو پر ژوند ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دغه هېواد د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، روغتیايي سکتور له هغو برخو څخه دی چې د مرستو له کمېدو تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی. د لومړنیو روغتیايي خدمتونو یو شمېر مرکزونه د سرچینو د کمښت له امله تړل شوي او یا یې خپل فعالیتونه کم کړي دي.

لامارکي همدارنګه سخته وچکالي، د اوبو د مدیریت بحران او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته راستنېدل د افغانستان په سوېل کې د ستونزو د لا زیاتېدو له مهمو عواملو څخه بللي دي.

هغه د خپل سفر پر مهال له یو شمېر بزګرانو سره هم لیدلي چې د کوکنارو له کښت وروسته د دغه کښت د بندیز له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. د دغو بزګرانو په وینا، د بدیلو کرنیزو محصولاتو لکه انګورو، انارو او غنمو عواید د کوکنارو د کښت په پرتله ډېر کم دي او له اقتصادي ملاتړ پرته د دې خطر شته چې یو شمېر بزګران بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي همدارنګه له پاکستان سره د سوداګریزو دروازو او لارو تړل کېدل د اقتصادي فعالیتونو د کمېدو او پر اړمنو کورنیو د فشار د زیاتېدو بل لامل بللی دی.

لامارکي د بشري مرستو کمېدل یوه نړیواله ننګونه بللې، خو ټینګار یې کړی چې افغانستان له دې وضعیت څخه په شدیده توګه اغېزمن شوی دی. هغه په کندهار او هلمند کې د اوبو او د اوبو د سرچینو د مدیریت، روغتیايي خدمتونو او د دوامدارې معیشت د رامنځته کولو برخو ته بېړنی ملاتړ اړین بللی دی.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.