TOOSnews
اعلان
ذبیح‌الله مجاهد: طالبان د نړیوالې جنایي محکمې صلاحیت په رسمیت نه پېژني.
افغانستانټوس نیوز

ذبیح‌الله مجاهد: طالبان د نړیوالې جنایي محکمې صلاحیت په رسمیت نه پېژني.

۱۴ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغې ډلې د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو د حکمونو د علني کېدو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د جرمونو نړیواله محکمه او د هغې پرېکړې په رسمیت نه پېژني.

مجاهد د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، د جرمونو د نړیوالې محکمې دریځ رد کړ او ویې ویل چې د طالبانو مشرانو داسې کوم اقدام نه دی کړی چې، د هغه په وینا، د هغوی د نیولو یا مجازاتو زمینه برابره کړي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان ځانونه د نړیوالو قضايي بنسټونو پر وړاندې د دغو بنسټونو په احکامو مکلف نه ګڼي او د شریعت د احکامو او د طالبانو د محکمو له پرېکړو څخه پیروي کوي.

هغه له جرمونو نړیوالې محکمې او نورو ورته بنسټونو هم وغوښتل چې، د هغه په وینا، له خپلو صلاحیتونو څخه د هاخوا د واک د ادعا کولو څخه ډډه وکړي.

دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې جرمونو نړیوالې محکمې د اکتوبر په پنځمه د هبت‌الله اخوندزاده، عبدالحکیم حقاني، حبیب‌الله آغا او ندا محمد ندیم د نیولو هغه حکمونه، چې په ۲۰۲۵ کال کې صادر شوي وو، له محرم حالت څخه وایستل.

د دغې محکمې د محاکمې مخکې خونې ویلي چې موجود شواهد د دې لپاره معقول دلایل وړاندې کوي چې ښايي دغه څلور کسان د «جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب» په جرم کې، چې د بشریت پر ضد د جرم په توګه پېژندل کېږي، جنایي مسؤولیت ولري. د محکمې د موندنو له مخې، په دغو تورونو کې ښځې او نجونې، او همدارنګه هغه کسان شامل دي چې د جنسیت، جنسیتي هویت یا جنسیتي بیان په اړه د طالبانو له سیاستونو سره همغږي نه لري.

محکمې ویلي چې دغه اقدامات په ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، کله چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، پیل شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې یې دوام کړی دی. قاضیانو د طالبانو سیاستونه د ښځو او نجونو د زده‌کړو، د تګ راتګ د آزادۍ، بیان، فکر، وجدان او مذهب، او د شخصي او کورني ژوند اړوندو حقونو له پراخ محرومیت سره تړلي دي.

د محکمې د اعلامیې له مخې، هغه کسان او ډلې هم د دغو سیاستونو هدف ګرځېدلي چې د طالبانو مخالفان یا د «ښځو او نجونو متحدان» بلل شوي دي. محکمې همدارنګه ویلي چې څېړل شوي شواهد له وژنو، بندي کولو، شکنجې، جنسي تېري او جبري ورکېدو له مواردو سره تړاو لري.

طالبانو تر دې دمه د دغو تورونو په اړه د خپلې ډلې د ویاند له لارې مخالفت څرګند کړی او مجاهد هم ویلي چې د طالبانو مشران ځانونه د جرمونو د نړیوالې محکمې د پرېکړو پابند نه ګڼي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.