TOOSnews
اعلان
د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته نږدې یو ډاکټر وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته نږدې یو ډاکټر وژل شوی.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پکتیا ولایت د طالبانو د پولیسو ویاند، عبدالباري منیب ځدراڼ، وایي چې د دغه ولایت د حوزوي روغتون ته څېرمه یو ډاکټر د یوه ناڅرګند کس له خوا وژل شوی دی. د هغه په وینا، د پېښې عامل تر اوسه نه دی پېژندل شوی او پولیسو د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړي دي.

منیب ځدراڼ له طالب‌اړوندو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۸مه، مازدیګر شاوخوا ۵:۳۰ بجې د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار په «ښارک» سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي د وژل شوي ډاکټر هویت عبدالحنان ښودلی دی.

د طالبانو د پولیسو د ویاند په وینا، عبدالحنان د پکتیا په حوزوي روغتون کې د ستاژ دوره تېروله. هغه زیاته کړې چې دغه ډاکټر د هوايي ټوپک په ډزو وژل شوی او تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې.

د طالبانو پولیسو ویلي چې د پېښې د عامل د پېژندلو او د هغې د انګېزې د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. تر اوسه د پېښې د ښکېل کس یا کسانو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نامعلومو کسانو له خوا د یو شمېر هېوادوالو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي. په ځینو دغو پېښو کې د عاملانو هویت او د پېښو انګېزه تر اوسه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.