د نورستان د مرکز پارون د اشیټوي کلي د اوسېدونکي زینالاسلام په نوم د کروندګر د وژنې په تړاو تازه جزييات ترلاسه شوي دي.
د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ، ادعا کېږي چې په دې پېښه کې ښکېل کس د کندهار ولايت اوسېدونکی محمود نومېږي او د طالبانو د کورنيو چارو وزارت یو جګپوړی غړی دی. سرچینې وايي چې د پېښې څرنګوالی، د وسلې کارت او د شکمن کس څېره باید رسنيو ته هم وښودل شي.
همدارنګه ځینې سرچینې ادعا کوي چې دا د قتل پېښه قصدي ده، او وروسته له هغې چې شکمن کس د خلکو له لوري ونیول شو، د طالبانو درېیمې امنيتي حوزې ته وسپارل شو. د دغو سرچینو په وینا، هڅه روانه ده چې نوموړی له نورستان څخه کابل ته ولېږدول شي.
يو قومي مشر ویلي چې د نورستان اوسېدونکي د شريعت د تطبیق او د دغه قضیې د علني محاکمې غوښتنه کوي. د نوموړي په وینا، د نورستان والي، مرستیال او نور لوړپوړي مسوولین د رخصتیو له امله په ولايت کې نشته او لا تر اوسه خپلو دندو ته نه دي ستانه شوي، په داسې حال کې چې یوازې د نورستان امنيه قوماندان د مقتول کورنۍ ته د غمرازۍ لپاره ورغلی دی.
دغه قومي مشر ادعا کړې چې د کابل له فشار وروسته د نورستان د ولايت مقام له لوري د پېښې په اړه «ګمراه کوونکې اعلامیه» خپره شوې، او ټینګار کوي چې دا هوايي ډزې نه بلکې قصدي پېښه ده.
په ورته وخت کې، نوموړي پر ټولنیزو شبکو د سمت او قوم پر بنسټ د بحثونو په پاروونکو غږ کړی چې د وژل شوي کس سپکاوی دې نه کوي او ویلي یې دي چې «کندهار، نورستان او بدخشان ټول يو افغانستان دی». هغه ټینګار کړی چې قاتل د کوم قوم استازی نه دی او اصلي تمرکز باید د عدالت پر تأمین وي.
لیکوال:سعید سمیر








