TOOSnews
اعلان
د عاشورا د مراسمو له پوښښ وروسته طالبانو یوه ښځینه خبریاله او د هغې د همکار نیولي.
افغانستانټوس نیوز

د عاشورا د مراسمو له پوښښ وروسته طالبانو یوه ښځینه خبریاله او د هغې د همکار نیولي.

۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چې طالبانو په کابل کې د عاشورا د مراسمو د خبري پوښښ له امله یوه ښځینه خبریاله او د هغې انځوراخیستونکی همکار نیولي دي. دې سازمان همدارنګه د دغو مذهبي مراسمو د پوښښ پر مهال پر خبریالانو او رسنیو د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سازمان د جمعې په ورځ، د جنګاښ پنځمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې یاده ښځینه خبریاله د یوه نامحرم انځوراخیستونکي له ملتیا سره د کار کولو له امله نیول شوې او د کابل یوې امنیتي حوزې ته لېږدول شوې وه.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، خبریاله او د هغې همکار تر ماښامه پورې په توقیف کې وو، خو وروسته د رسنۍ د مسؤلینو او د دوی د کورنیو د غړو په منځګړیتوب خوشې شول.

دې بنسټ د امنیتي دلایلو له امله د ښځینه خبریالې، انځوراخیستونکي او هغه رسنۍ هویت نه دی افشا کړی چې دوی پکې کار کوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان دا اقدام د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د حق ښکاره سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې طالبانو په قصدي ډول د عاشورا د مذهبي مراسمو د خبري پوښښ مخه نیولې ده.

د اعلامیې په پای کې راغلي چې د مذهبي او فرهنګي پېښو خبري پوښښ د رسنیو له مسلکي مسؤلیتونو څخه دی، او خبریالان باید وکولای شي دغه دنده له هر ډول محدودیت او فشار پرته ترسره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.