ځایي سرچینو په بدخشان ولایت کې راپور ورکړی چې نعمتالله یفتلي، چې د جمهوریت په دوره کې د ملي اردو پخوانی افسر و، پرون د فیضآباد په ښار کې وژل شوی دی.
د راپورونو په بنسټ، هغه د ناپېژنده وسلهوالو لخوا هدف وګرځول شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
تر اوسه پورې د دې پېښې د لامل او د عاملینو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، او مسؤل چارواکو هم په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








