TOOSnews
اعلان
په غور کې د ولسي پاڅون ځواکونو یو پخوانی غړی وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

په غور کې د ولسي پاڅون ځواکونو یو پخوانی غړی وژل شوی.

۲۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې یو ښوونکی د وسله‌والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د دې کس نوم شهبازخان و او د (سې‌شنبې، د زمري ۲۰مه) د دولینې ولسوالۍ د خره‌سنګ په سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینې وایي چې شهبازخان د غور د ولایتي شورا د پخواني غړي، هاشم فیضي، ورور و.

د سرچینو په وینا، شهبازخان د جمهوري نظام پر مهال د ولسي پاڅون د ځواکونو غړی هم و او د نظام له سقوط وروسته یې د «خره‌سنګ» د نجونو په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

یوه سرچینه وایي چې شاوخوا د سهار په ۹ بجو دوه کسان پر موټرسایکل راغلل او ځانونه یې د استخباراتو د هیئت په توګه معرفي کړل.

د سرچینې په وینا، دغو دوو کسانو له ښوونځي څخه تر لیدنې وروسته، د رخصتېدو پر مهال د ښوونځي ترڅنګ پر شهبازخان ډزې وکړې او له سیمې څخه وتښتېدل.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي. سرچینې وایي چې شهبازخان له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.

په غور کې سرچینې وایي چې د جمهوري نظام له سقوط شاوخوا یو کال وروسته، د شهبازخان فاروق په نوم زوم هم په مرموزه توګه وژل شوی و، چې تر اوسه یې عاملان نه دي معلوم شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.