غور ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې د سراجالدین په نوم یو پخوانی نظامي د خپل کور ترڅنګ د ناپېژنده وسلهوالو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پخوانی د پولیسو چارواکی د محمد ابراهیم ملکزاده له نږدې کسانو څخه و او د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۸مه، د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د پایحصار په کلي کې ژوند له لاسه ورکړ.
ځايي سرچینې همداراز وايي چې واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته، د محمد ابراهیم ملکزاده لس تنه نږدې کسان، چې د هغه د کورنۍ یو شمېر غړي هم پکې شامل دي، په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
محمد ابراهیم ملکزاده د غور ولایت له هغو پېژندل شویو څېرو څخه و چې د طالبانو پر ضد مقاومت کې یې مهم رول درلود. نوموړي په تېرو کلونو کې د طالبانو پر ضد مبارزه کړې وه، د یوې مودې لپاره یې د افغانستان په پارلمان کې د غور د خلکو استازیتوب هم کړی و، او د ۱۳۹۷ کال په ژمي کې وفات شو.
په تېرو کلونو کې د ځینو پخوانیو نظامیانو کورنیو طالبان د خپلو خپلوانو په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي. طالبانو دغه تورونه رد کړي او څو ځله یې ویلي چې د عمومي بښنې د فرمان له مخې له پخوانیو ځواکونو سره انتقامي چلند نه کېږي.
خو له دې سره سره، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ځايي قوماندانانو، پخوانیو نظامیانو او د طالبانو د مخالفو څېرو د وژنې راپورونه خپاره شوي دي. په ډېرو دغو پېښو کې د بریدونو پړه پر ناپېژنده وسلهوالو اچول شوې او د عاملانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








