ځايي سرچينې په پنجشير ولايت کې د يو پخواني افغان پوځي د طالبانو له خوا په درې ولسوالۍ کې د نيول کېدو خبر ورکوي.
د دغو سرچينو په وينا، نيول شوی کس عبدالقدير سکندري نومېږي، چې د پنجشير ولايت د درې ولسوالۍ د مسګروانو د کلي اصلي اوسېدونکی دی. دغه معلومات چهارشنبې، د غویي ۱۶ مه،له رسنيو سره په خبرو کې وړاندې شوي دي.
د سرچينو له قوله، عبدالقدير سکندري د پخواني حکومت په دوره کې په پوځي ادارو کې دنده ترسره کوله، خو د حکومت له سقوط وروسته یې په شخصي چارو، لکه دکانداري بوخت شو.
سرچينې زياتوي چې هغه شاوخوا يوه مياشت مخکې د اقتصادي ستونزو له امله له کابل څخه پنجشير ته راستون شوی و، خو د راستنېدو څو ورځې وروسته په مسګروانو سیمه کې د طالبانو استخباراتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.
د سرچينو په وينا، دغه کس د نيول کېدو وروسته د طالبانو يوې لوا ته لېږدول شوی او تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه کوم معلومات نشته.
ځايي سرچينې همدارنګه ادعا کوي چې طالبان د پنجشير اوسېدونکي پرته له مشخص دلیل څخه نیسي، او په ځينو مواردو کې د هغوی د خوشي کولو لپاره له کورنیو څخه د وسلو يا پوځي تجهيزاتو غوښتنه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بيا واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د نیونې، وژنو او له پخوانيو پوځيانو سره د سپکاوي چلند په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








