یوه سوري سیاسي فعال اعلان کړی چې د دمشق په زندانونو کې شیعه عالمان او مخور شخصیتونه له «وحشیانه» او غیرانساني چلند سره مخ شوي دي.
محمود الموالدي ویلي چې د جولاني رژیم اړوند عناصر د دمشق په زندانونو کې مذهبي اقلیتونه، په ځانګړي ډول شیعیان، په نښه کړي دي. د هغه په وینا، د دغو کړنو دوام کولای شي په سوریه کې فرقهییزې شخړې زیاتې کړي او د ټولنې ټولنیز جوړښت کمزوری کړي.
هغه همداراز له اسلامي ټولنو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې دا تورونه په خپلواکه توګه وڅېړي او د دغو چلندونو د دوام د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.
تر اوسه د یاد رژیم اړوندو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








