ځايي سرچینو خبر ورکړی چې تحریک طالبان پاکستان د تېرې ورځې په برید د هنګو ولسوالۍ د «خزینهبند» پر پولیس پوسته، په ټولیز ډول ۶۰ پولیس وژل شوي، ټپیان شوي یا نیول شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۳۱ نور ټپیان شوي دي. همداراز ویل کېږي چې ۱۸ پولیس د تحریک طالبان پاکستان د وسلهوالو له خوا نیول شوي دي.
تر اوسه د پاکستان حکومتي چارواکو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تأیید کړي او د ټپیانو او نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه نور جزیات هم نه دي خپاره شوي.
په وروستیو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له زیاتېدو سره، د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې د ناامنۍ د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوي دي. د پاکستان حکومت څو ځله پر افغان طالبانو تور لګولی چې له دې ډلې سره مرسته کوي، خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي.
په همدې حال کې، د تحریک طالبان پاکستان یو انځور خپور کړی چې ادعا کوي د هنګو ولسوالۍ د «خزینهبند» پوستې تسلیم شوي پولیس پکې ښکاري. دې ډلې ویلي چې د برید پر مهال ۱۰ پولیس وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپیان شوي او څو کسان نیول شوي دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د خپرو شویو انځورونو او د تحریک طالباان پاکستان د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








