په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ویلي، ایران د طالبانو پر ضد له هېڅ سیاسي او پوځي مخالف جریان څخه ملاتړ نه کوي او د دغې ډلې پر ضد وسلهواله مبارزه «مقاومت» نه ګڼي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
مرتضوي د یوې غونډې پر مهال وویل، په افغانستان کې «اسلامي حکومت» حاکم دی او ټول لوري باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو مېز ته کښېني. د هغه په وینا، ایران او د دغه هېواد هېڅ چارواکي د طالبانو مخالفو جریانونو ته د جګړې ملاتړ یا لارښوونه نه ده کړې.
نوموړي د طالبانو د مخالفو جبهو بریدونو ته په اشارې وویل چې دا ډول جګړې مقاومت نه ګڼل کېږي او زیاته یې کړه، هغه مبارزه مقاومت بلل کېږي چې د بهرني اشغال پر ضد وي، نه هغه چې د افغانانو ترمنځ د مرګژوبلې لامل شي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې پر غړو فشارونه زیات کړي او هغوی یې د طالبانو پر ضد له وسلهوالو فعالیتونو منع کړي دي.
مرتضوي همداراز وویل، ایران تل د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان ستونزې د خبرو او جوړجاړي له لارې حل کړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ایران څو ځله د طالبانو او د هغوی د مخالفو سیاسي څېرو ترمنځ د خبرو کوربتوب هم کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








